Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

پکار دي چې عبادت پۀ پوره اطمينان سره کوو، د پوره اهتمام سره يـې کوو، چې څومره کيدے شي پۀ زړۀ کښې د عاجزۍ او اِخلاص پيدا کولو کوشش هم کوو.

د فیضانِ نماز کورس ترغیب

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوت اسلامي د علمِ دين نُور تقسيموونکے ديني تحریک دے او د دې تحریک دا عزم دے چې هر مسلمان کم از کم فرض علوم خو زده کړي د دې مقصد د پاره دعوتِ اسلامی د ډيرو شارټ [يعنې د مختصر وخت د] کورسونه اهتمام کوي، چې په هغو کښې يو کورس فیضانِ نماز کورس‘‘ هُم دے، پۀ دې کښې د نمونځ فرائض واجبات، سنتونه او مستحبات، د نمونځ عملی طریقه، د نمونځ ماتولو والا کارونو تفصیل او د دې نه علاوہ ډير څه زده کيږي، دا کورس فزیکلي [يعنې يو مرکز کښې د داخله اخستو په ذريعه] او آن لائن په دواړو طريقو کيږي، فزیکلي په دې کورس کښې د شرکت د پاره دارُ السُّنّه سره رابطه وکړئ، او آن لائن پۀ دې کورس کښې د شرکت د پاره د فیضان آن لائن اکیډمي د ویب سائٹ  www.Quranteacher.net  وزټ وکړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

بزرګانِ دِين او پۀ نـمونځ کښې د عاجزۍ واقعات

    اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک نيکانو بندګانو به عبادت له ډير اهميت ورکولو او پۀ ډيره توجه، پۀ ډير شوق او ذوق سره به يـې پۀ ښۀ طريقه عبادت کولو. * حضرت داؤد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دومره پۀ عاجزۍ سره نـمونځ کولو چې د هغوئي پۀ سر به نـمر راغے خو هغوئي ته به د ګرمۍ څۀ احساس قدرې هُم نه کيدو ([1]) * حضرت مُسلِم بن يسار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل نـمونځ ادا کولو، ناڅاپه د هغوئي پۀ خوا کښې پۀ څۀ وجه وور ولګيدو، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 


 

 



[1]... سبع سنابل (مترجم)، صفحہ:199 مفہوماً۔