Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

پۀ کثرت سره د نـمونځ ادا کوونکو واقعات

* حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما به ټوله شپه نـمونځونه کول، تر دې پورې چې هغوئي ته به د پيشمني د وخت پته هم نه لګيده، د خپل غلام نه به يـې پوښتنه کوله چې آيا د پيشمني وخت شوے دے؟ چې هغۀ به عرض وکړو چې نه، نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به بيا پۀ نـمونځ کښې مصروف شو. ([1]) * د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمان غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پرله پسې روژې نيولې او د شپې پۀ وړومبۍ حصه کښې به يـې لږ شان ارام کولو بيا به يـې ټوله شپه پۀ عبادت کښې تيروله. ([2]) * حضرت عبد العزيز بن روَّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د شپې د اوده کيدو د پاره خپلې بسترې ته لاړلو او پۀ هغې به يـې لاس راښکلو او وئيل به يـې چې تۀ ډيره نرمه او ښۀ يـې خو پۀ الله پاک مې دې قَسم وي چې د جنّت بستره به ستا نه ډيره نرمه وي بيا به يـې ټوله شپه نـمونځ کولو. ([3]) * حضرت عَمْروْ بن عُتبه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به روزانه د شپې د خپل کور نه وتلو او هديرې ته به تللو او وئيل به يـې چې اے هديرې والؤ! اعمال نامې راغونډې کړے شوې او اعمال اوچت کړے شول. بيا به يـې ښپې سمې کړې او ټوله شپه به يـې نـمونځ کولو بيا به واپس راتللو او د سحر نـمونځ ته به حاضريدلو. ([4])

   الله پاک دې زمونږه هم داسې شوق نصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

میں ساتھ جماعت کے پڑھوں ساری نَمازیں                               اللہ! عبادت میں مِرے دل کو لگا دے([5])


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:6، صفحہ:158، حدیث:12867۔

[2]... مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب صلاۃ التطوع، من کان یامر بقیام اللیل، جلد:2، صفحہ:173، حدیث:6۔

[3]... المتجر الرابح فی ثواب العمل الصالح، صفحہ:185۔

[4]... المتجر الرابح فی ثواب العمل الصالح، صفحہ:186۔

[5]... وسائلِ بخشش، صفحہ:114۔