Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

(4): چې پۀ ښۀ طريقه عبادت کوونکے وي

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د خوږ آقا د خوږ دوست پۀ 7 صفتونو کښې څلورم صفت دے: اَحْسَنَ عِبَادَةَ رَبِّهِ يعنې چې د خپل رَبّ پۀ صحيح طريقه عبادت کوونکے وي. يعنې بنده چې کله عبادت کوي نو چې * د فرائضو * واجباتو * سُنَّتو * مُستَحَباتو وغيره خيال ساتي او * پۀ ښۀ ښکلي انداز کښې * پۀ عاجزۍ سره *پۀ اِخلاص سره * صرف او صرف د الله پاک د رضا پۀ نيت سره عبادت کوي. څوک چې داسې کوي، هغه خوش قِسمته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ دوست دے.

د عبادتونو يو څو حقونه

دا هم ډير ښکلے صفت دے. نن سبا پۀ دې باره کښې هم حالات څه داسې دي چې اَوَّل خو د عبادت رجحان د نشت برابر دے. بيا چې کوم خلق عبادت کوي نو د هغې د حقونو خيال ډير کم خلق ساتي. * د پوره اطمينان سره عبادت نه کوي * چې څنګه عبادت شروع کړي نو کارونه ورياد شي * تادي پرې وي * او که نور څۀ نه وي نو پۀ موبائل يـې رنګ راشي او پام يـې بدل شي * بيا د عبادت د فرائضو او واجباتو او د سُنَّتو وغيره معلومات هم تقريباً د نشت برابر خلقو ته دي. * چې تلاوت کوي نو مخارج يـې صحيح نه وي، د فرض تر حده پورې ورله تجويد هم نه ورځي * د نـمونځ فرائض څومره دي، واجبات څومره دي، سُنَّت څومره دي، عموماً معلومات نه لري * بيا د اِخلاص حالت ته چې يـې وګورې نو هغه ډير بد حالات دي، رياکاري، ځان نيک ګڼل او پته نه لګي چي څنګه څنګه باطني بيمارۍ مونږ راګيروي.

خير! دا مسئلې شته دے، خو پۀ دې وجه مونږ له عبادت نه دي پريښودل پکار، چې مونږ عبادت کوو او ورسره ورسره د عبادت حقونه هم زده کوو، د ښۀ نه پۀ ښۀ انداز کښې د عبادت کولو کوشش کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! آخر به يـې زده کړو. بهر حال مونږ له