Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])

ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش!        یاربّ!  تو  مبلغ  مجھے  سُنّت  کا  بنا  دے([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نوم کيښودو سُنَّت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به تاسو پۀ خپلو او ستاسو د پلارانو پۀ نومونو رابللے کيږئ ځکه خپل ښۀ نومونه ږدئ.([3])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ماشوم ښۀ نوم کيښودل پکار دي، د ډيرو خلقو داسې نومونه دي د کومو چې څۀ معنې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کيښودو نه ډډه وکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او صحابۀ کرامو او تابعينو عَليهمُ الرّضوَان پۀ نومونو باندې نومونه کيښودل بهتره خبره ده، اميد دے چې د هغوئي برکت به پۀ ماشوم کښې کيښودے شي *که ماشوم ژوندے پيدا شي او که مړ، د هغه بدن که پوره وي او که نه، بهر حال د هغه نوم کيښودل پکار دي * پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم (يعنې د کوم ماشوم چې کوم اندام جوړ شي يا په ګيډه


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... وسائل بخشش،  صفحہ:115۔

[3]... ابو داؤد، کتاب الادب، باب:فی تغییر الاسما، صفحہ:775، حدیث:4948۔