Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

نہ تُو زمیں کے لئے ہے نہ آسماں کے لئے        جہاں ہے تیرے لئے، تُو نہیں جہاں کے لئے

مقامِ پرورشِ آہ و نالہ ہے یہ چمن                                                     نہ سیرِ گل کے لئے ہے نہ آشیاں کے لئے([1])

وضاحت: يعنې مونږه دې دُنيا ته د سيل او مزو د پاره نه يو راغلي، دلته د کورونو، محلونو، بنګلو جوړولو د پاره نۀ يو راغلي بلکې دا دُنيا د آخرت د فکر کولو ځائے دے يعنې مونږ دلته د دې د پاره يُو چې پۀ خپل زړۀ کښې د الله پاک محبت زيات کړو، ورځ پۀ ورځ دغه محبت زياتوو. د هُم دې کار د پاره مونږ دنيا ته راغلي يو.

د کور نۀ جوړولو نا اشنا سبب

يو ځل حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د يو غَر پۀ خوا تيريدلو، هلته يـې يو بوډا سړے د الله پاک پۀ عبادت کښې مصروف وليدو، حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: اے انسانه تا کور ولې نه دے جوړ کړے، که جوړ کړے دې وے نو د يخنۍ ګرمۍ نه به بچ وے. هٰغه نيک انسان عرض وکړو: اے رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام! زما ستاسو نه د مخکښينو نورو نبيانو د خدمت سعادت هم نصيب شوے دے، هغوئي ما ته فرمائيلي وو چې زما عمر به د 700 کالو نه زيات نۀ وي. لہٰذا (وخت کم دے)، ځکه پۀ کور جوړولو کښې د مصروفه کيدلو د پاره عبادت پريښودل زما زړۀ نه غواړي. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! څومره ښکلے انداز دے، څومره ښکلے سوچ دے...!! د هٰغه نيک بزرګ 700 کاله عمر نصيب شوے وو، هغوئي هغه هم کم وګڼو چې دومره کمه موده ده، که پۀ کور جوړولو مې لاس پورې کړو نو عبادت به کله کووم...!! خو آه! يو مونږ يو، عمر مو څومره دے...؟ اَوسطاً د 60 نه 70 کالو پورې او انداز مو څنګه دے...؟ لکه مونږ به


 

 



[1]... كلياتِ اقبال، بالِ جبریل، صفحہ:379 ملتقطًا۔

[2]... حکایات و قصص ، یاتی فی آخر الزمان امۃ لاتجاوز...الخ، الحکایۃ:50، صفحہ:71۔