Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

ہمارے دل سے نکل جائے الفتِ دنیا

دے  دل  میں  عشقِ  مُحَمَّد  مرے  رچا  یاربّ!([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

يو اَهم وضاحت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د چا پۀ زړۀ کښې دا خيال راتلے شي چې فلانکے عالمِ دِين يا فلانکے پير صاحب وغيره خو دومره مالداره دے، د هغه سره خو دومره جائيداد او سامان دے. نو ياد ساتئ چې د دُنيا د زيات سامان په وجه هيڅ فرق نه پريوځي، پۀ اَصل کښې پۀ دې کښې دوه څيزونه دي: (1): چې پۀ زړۀ کښې د دنيا حرص نه وي، بنده د ھَلْ مِنْ مَزِیْد (يعنې چې نور ډير شي، نور ډير شي) سوچ نه لري (2):او دويم څيز دا چې څۀ الله پاک ورعطا کړي دي، بنده پۀ هغې کښې مشغول نه شي، د الله پاک عطا کړے شوے مال د الله پاک پۀ لار کښې، د آخرت د پاره استعمال کړي. که دا دوه څيزونه بنده ته نصيب شي نو د دُنيا د کمې يا زياتې ميلاويدو سره هيڅ فرق نه پريوځي. لکه څنګه چې د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير مالداره صحابي وو او د هغوئي شان دا دے چې پۀ عَشَرَہ مُبَشَّرَہ کښې دے، يعنې مالکِ جنّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته هم پۀ دنيا کښې د جنّت زيرے ورکړے دے. يعنې هغوئي د دومره مالدارۍ باوجود جنّتي دے. ولې...؟ ځکه چې مالداري د جنّت نه د محرومه کيدو سبب نه دے، د دې سبب دے: حرص، د دُنيا محبت، د دُنيا پۀ مال کښې مصروفه کيدل او د آخرت نه غافله کيدل. بس د دې نه مونږ ته بچ کيدل پکار دي. راځئ چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې دُعا وکړو:


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:82۔