Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost
نه کار واخله! ستا پۀ سر هر وخت مرګ ولاړ دے، د خدائے نه ويريږه! د ګناهونو نه ډډه وکړه، که تا پۀ بے پرواهۍ کښې د ګناهونو نه ډَک ژوند تير کړو او مړ شوې نو ستا به څۀ کيږي؟
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د خوږ آقا د خوږ دوست پۀ 7 صفتونو کښې شپږم صفت دے: وَكَانَ غَامِضًا فِي النَّاسِ لَا يُشَارُ اِلَيْهِ بِالْاَصَابِعِ هغه پۀ خلقو کښې پټ وي چې خلق پۀ ګوتو د هغۀ پۀ لور اشارې نه کوي.
د داسې مفهوم د يو بَل حديثِ پاک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې دنيائي کمالونه، دولت، صحت، طاقت کښې، هم داسې پۀ ديني کمالونو کښې مثلاً پۀ عِلم، عبادت، رياضت کښې هغه مشهور نه شي ځکه چې د عوامو د پاره شهرت خطرناک دے، پۀ دې کښې عموماً پۀ زړۀ کښې غرور، تکبر پيدا کيږي، د داسې مشهورتيا نه ګمنامي ښۀ ده، آؤ! بعضې خلق داسې هم دي چې هغوئي پۀ مشهوريدو سره تکبر نه کوي، هغوئي دا ګڼي چې نيک نامي او بد نامي د الله پاک پۀ قبضه کښې دي، پۀ خلقو هيڅ باور نشته، دوئي پۀ لږ وخت کښې د زنده باد او مرده باد نعرې بدلوي. ([1])
الله پاک د ګمنامه بندګانو سره محبت فرمائي
يوه ورځ حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلو څاروو پالنه کوله چې د هغوئي ځوي عُمر بن سَعد راغلو او اوئې وئيل: بابا جانه...!! تاسو دلته د اوښانو او چيلو پالنه کوۍ او هلته خلق د خلافت خبرې کوي، حضرت سَعد بِن اَبِي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل