Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

پاک دے کوم چې حضرت اُبو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ روايت کړے دے، نن به مونږ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغه حديثِ پاک او د هغې د وضاحت اوريدو سعادت حاصلوو.

د خوږ آقا خوږ دوست

پۀ ترمذي شريف کښې دي، حضرت ابو اُمامه باهِلِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اِنَّ اَغْبَطَ اَوْلِیَائِی عِنْدِی بے شکه زما پۀ نزد زما پۀ دوستانو کښې ډير د رَشک قابل دوست هغه دے (پۀ چا کښې چې دا صفتونه وي): (1): لَمُؤْمِنٌ څوک چې مؤمِن وي (2): خَفِيفُ الْحَاذِ کم سامان والا وي (3): ذُو حَظٍّ مِنَ الصَّلَاةِ  پۀ کثرت سره نـمونځ کوونکے وي (4): اَحْسَنَ عِبَادَةَ رَبِّهِ د خپل رَبّ پۀ ښۀ انداز کښې عبادت کوونکے وي (5): وَاَطَاعَهُ فِي السِّرِّ پۀ تنهايۍ کښې د الله پاک اطاعت کوونکے وي (6): وَكَانَ غَامِضًا فِي النَّاسِ لَا يُشَارُ اِلَيْهِ بِالْاَصَابِعِ چې پۀ خلقو کښې پټ وي، د هغوئي پۀ لور پۀ ګوتو اشارې نه کيږي او (7): وَكَانَ رِزْقُهُ كَفَافًا فَصَبَـرَ عَلَى ذٰلِكَ او د هغه رزق (يعنې اَمدَن) بقدرِ کفايت وي او هغه پۀ هغې باندې صبر کوي. ([1])

تاسو چې چا سره مينه کوئ د هغۀ شان به څوک بيان کړي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک کښې 7 صفتونه بيان شو او ډيره خوندوره او اِيمان تازه کوونکې خبره دا ده چې دا صفتونه د چا دي؟ اوئې فرمائيل: اِنَّ اَغْبَطَ اَوْلِيَائِي عِنْدِي يعنې دا 7 صفتونه چې پۀ چا کښې وي، هغه زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دوستانو کښې دے او صرف دوست يـې نه دے بلکې پۀ ټولو دوستانو کښې يـې د رَشک قابل دوست دے.


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی الکفاف والصبر علیہ، صفحہ:561، حدیث:2347۔