Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ                                                                                                         یااللہ! مِری جھولی بھر دے([1])

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خُلاصه دا ده چې پۀ کوم بنده کښې دا 7 صفتونه وي، هغه ته زمونږه خوږ آقا، محبوبِ خُدا، امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل ډير خوږ او د رشک قابل دوست وئيلے دے. (1): چې بنده مؤمِن وي (2): کم سامان والا وي (3):پۀ کثرت سره نـمونځ کوونکے وي (4): د الله پاک عبادت پۀ ښۀ انداز کښې کوونکے وي (5): پۀ تنهايۍ کښې هم د ګناهونو نه بچ کيدونکے او د الله پاک اطاعت کوونکے وي (6): ګمنام وي (7): او هغه ته چې څومره رزق ورکړے شوے وي، پۀ هغې باندې راضي کيدونکے وي.

  الله پاک دې مونږ ټولو ته د دې 7 ښکلو ښکلو صفتونو اختيارولو توفيق راعطا کړي. کاش چې مونږ ته د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوښې بنده جوړيدل رانصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مرګ ياد پۀ زړۀ کښې د کښينولو، د قبر او د آخرت د تيارۍ او نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو سعادت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ!  پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پۀ شوق برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو بدل شي، که الله پاک وغوښتل نو د دنيا نه به د بے رغبته کيدو دولت هم درنصيب شي او اَخلاق او کردار به مو هم ښۀ شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان هم دے پۀ


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:123۔