Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost
کوونکے وي، پۀ هغې باندې خوشحاليدونکے او د الله پاک پۀ رضا راضي کيدونکے وي.
خُدا! تجھ سے تیری وِلا مانگتا ہوں میں عشقِ شہِ اَنْبِیا مانگتا ہوں
اِلہٰی! نہیں مانگتا مال و دولت فَقَط تجھ سے تیری رِضا مانگتا ہوں([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
څوک چې پۀ لږ رزق باندې راضي شي...!!
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ روايت کوي چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ رَضِيَ مِنَ الله بِالْيَسِيرِ مِنَ الرِّزْقِ رَضِيَ الله مِنْهُ بِالْقَلِيلِ مِنَ الْعَمَلِ يعنې څوک چې د الله پاک پۀ لږ رزق باندې راضي شي، نو الله پاک به د هغۀ پۀ لږ عمل باندې راضي شي. ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: که تۀ پۀ معمولې رزق موندو باندې ډير شُکر اوباسې نو الله پاک به ستا د معمولي اعمالو ډير قدر وکړي.([3])
تاج وتخت و حکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ یااللہ! مِری جھولی بھر دے([4])
د الله پاک په رضا باندې د راضې اوسيدونکو د پاره زيرے
د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: