Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

کوم کښې چې د صحيح تجويد او قراءَت سره قرآنِ پاک لوستل ښودلے شي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغه دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي. ([1])  * قرآنِ مجيد د الله پاک کتاب دے * د بندګانو پۀ نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس چې نن مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ پۀ ورځ لرې کيږي *ډير خلق پۀ کتلو هم صحيح قرآنِ مجيد نه شي لوستلے * څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، چې د هغې پۀ وجه يـې نـمونځ هم نه کيږي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د قرآن پۀ فيضان عام کولو کښې مصروف دے * پۀ جوماتونو، دکانونو او مارکيټونو وغيره کښې مدرسة الـمدينه بالغان لګولے شي * صرف د 35 نه تر 45 منټو پورې کلاس وي * پۀ دې کښې پۀ صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي * فرض عُلُوم هم ښودلے شي *سُنّت او اَداب هم ښودلے شي او * د ترجمې او تفسير اوريدو موقع هم ميلاويږي *تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي.

د فيشن کوونکي پۀ ژوند کښې سپرلے راغلے

د آفندي ټاؤن (حيدر آباد، انټيرئير سندھ پاکستان) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور بيان دے: چې زۀ يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دُنيا پۀ موج مستۍ کښې ورک، د خپل آخِرت د انجام نه مې غافله د ژوند ورځې شپې تيرولې، زما د ګناهونو نه ډک ژوند کښې سپرلے څۀ داسې راغے چې ما ته پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت نصيب شو، بس بيا زما د نيک بختۍ سفر شروع شو، د مدرسةُ الـمدينه بالِغان برکتونو زما تيارۀ ژوند د الله پاک پۀ ويره او د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل القرآن، باب خیرکم من ...الخ، صفحہ:1299، حدیث:5027۔