Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

طُوْبٰی لِمَنْ ھُدِیَ لِلْاِسْلَامِ وَكَانَ عَيْشُهُ كَفَافًا، وَقَنَعَ يعنې زيرے دے د هغه د پاره چا ته چې د اِسلام هدايت ورکړے شو، او د هغه امدن پۀ قدر د وخت تيريدو وي او هغه پۀ هغې باندې قناعت وکړي.([1])

پۀ لږ رزق باندې د راضي کيدونکو مقام

پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: چې کله د قيامت ورځ شي نو الله پاک به زما د اُمّت يوې ډَلې ته وَزَرې عطا کړي، د کومو پۀ ذريعه چې به هغوئي د خپلو قبرونو نه پۀ الوتو جنّت ته لاړ شي او هلته چې څنګه غواړي خوندونه به اخلي. فرښتې به د هغوئي نه پوښتنه کوي چې آيا ستاسو نه حساب اخستے شوے دے؟ هغوئي به وائي چې زمونږ نه حساب نه دے اخستے شوے. فرښتې به بيا پوښتنه کوي چې آيا تاسو پۀ پل صراط راتير شوئ؟ هغوئي به جواب ورکوي چې مونږ پل صراط نه دے ليدلے. بيا به فرښتې پوښتنه کوي چې آيا تاسو دوزخ وليدو؟ هغوئي به وائي چې مونږ هيڅ څيز نه دے ليدلے. بيا به فرښتې د هغوئي نه پوښتنه کوي چې تاسو د چا اُمتيان يئ؟ هٰغه خوش قِسمته جنّتيان به وائي چې مونږ د امام الانبيا، حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمتيان يو. فرښتې به ورته وائي چې مونږ تاسو له د الله پاک قَسم درکوو، ووايئ چې پۀ دنيا کښې ستاسو اعمال څۀ وو؟ هغوئي به جواب ورکوي چې زمونږ دوه عادتونه وو د کومو پۀ وجه چې مونږ د الله پاک پۀ فضل او کرم دې مرتبې ته راورسيدو: (1):مونږ به پۀ تنهايۍ کښې هم د الله پاک د نافرمانۍ نه حيا کوله او (2):مونږ به د الله پاک پۀ عطا کړے شوي لږ رزق باندې راضي اوسيدو.([2])

تاج وتخت و حکومت مت دے                                                             کثرتِ مال و دولت مت دے


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ماجاء فی الکفاف و الصبر علیہ، صفحہ:561، حدیث:2349 مفہوماً۔

[2]... قوت القلوب، شرح مقام التوکل ووصف احوال المتوکلین، جلد:2، صفحہ:65۔