Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

بھائیو!ہر دم بچو تم حُبِّ جاہ ومال سے                                   ہر گھڑی چوکس رہو شیطان کی اِس چال سے

دل میں یہ خواہش نہ رکھنا سب کریں میرا اَدب                                           ڈر کہیں ناراض ہو جائے نہ تجھ سے تیرا رب

قلب میں خوفِ خدا رکھ کر تُو سارے کام کر               کامیابی ہو گی تیری اِنْ شاء الله ہر ڈَگر([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ګمنامي خوښوونکي شئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګمنامي محبوب صفت دے. لہٰذا مونږ له شهرت غوښتل نه دي پکار او که الله پاک راته بغير د غوښتو نه شهرت راعطا کړي نو پۀ دې باندې فخر او غرور نه دي کول پکار. آخرت د چا د پاره دے...!! پۀ شپاړسمه سيپاره، سورۀ قصص، آيت: 83 کښې الله پاک فرمائي:

تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَ لَا فَسَادًاؕ- (پارہ:20،سورۂ قصص:83)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   دا د آخرت کور مونږه د هٰغه خلقو د پاره جوړوو کوم خلق چې په زمکه کښې تَکَبُّر او فساد نه غواړي.

يعنې د آخرت کور جنّت د هغوئي د پاره دے څوک چې پۀ دُنيا کښې غلبه او اوچت والے نۀ غواړي، نۀ ګناه کوي او نۀ پۀ زمکه کښې فساد خپروي. ([2])

د مسلمانانو څلورم خليفه امير المُؤمِنين حضرت علـیُّ الْـمُرتَضٰی شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کوم بنده چې دا غواړي چې زما د پيزار تَسمه دې د نورو د تَسمې نه غوره وي، هغۀ هم د دې آيت پۀ حکم کښې داخل دے.([3])


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:698 ملتقطًا۔

[2]... حاشیہ صاوی علی تفسیر الجلالین، پارہ:20، سورۂ قصص، تحت الآیۃ:83، جلد:2، صفحہ:304 مختصراً۔

[3]... تفسیر در منثور، پارہ:20، سورۂ قصص، تحت الآیۃ:83، جلد:6، صفحہ:444۔