Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

نه ډک زړۀ ته به د تکليف او ازار رَسولو سبب جوړيدل غواړي؟ يقيناً داسې به څوک هم نه غواړي. ځکه مونږ له پکار دي چې پينځه واړه نـمونځونه، پۀ جومات کښې، د تکبيرِ اُولیٰ سره د جَمعې سره د ادا کولو عادت جوړ کړو، بيا د دې سره سره فرض نـمونځونه هم ادا کوو * د ترمذي شريف پۀ حديث مبارک کښې دي: چې څوک د سحر نـمونځ د جَمعې سره ادا کړي او بيا ذِکرُ الله کوي تر دې چې نـمر راوخيژي بيا دوه رکعته وکړي نو هغه ته به د پوره حج او عمرې ثواب ميلاويږي. ([1]) * د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د څاښت دوه رکعته پۀ پابندۍ سره ادا کوي د هغه ګناهونه به معاف کړے شي اګرچې د سمندر د ځګ برابر وي.([2]) *د ابنِ ماجه پۀ حديث مبارک کښې دي: څوک چې د ماښام شپږ رکعتونه داسې ادا کړي چې د هغې پۀ مينځ کښې هيڅ بده خبره ونکړي نو دا شپږ رکعتونه به د هغۀ د پاره د دولسو کالو د عبادت برابر شي. ([3]) * د مسلم شريف پۀ حديث مبارک کښې دي: څوک چې اودس وکړي او ښۀ اودس وکړي او د ظاهر او باطن سره متوجه شي او دوه رکعته وکړي د هغۀ د پاره جنّت واجب شي. ([4])

ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز                                                    ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز

پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ                 قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز

بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے                                                                              آپ پڑھتے رہیں باجماعت نَماز([5])


 

 



[1]... ترمذی، کتاب ابواب ما جاء فی سجود، باب ما ذکر مما یستحب...الخ، صفحہ:171، حدیث:586۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب اقامۃ الصلاۃ والسنۃ فیہا، باب ما جاء فی صلاۃ الضحی، صفحہ:223، حدیث:1382۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب اقامۃ الصلاۃ، باب ما جاء فی الست رکعات بعد المغرب، صفحہ:189، حدیث:1167۔

[4]... مسلم، کتاب الطہارۃ، باب الذکرالمستحب عقب الوضوء، صفحہ:109، حدیث:234۔

[5]... وسائل فردوس، صفحہ:22 ملتقطاً۔