Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

کښې د څلورو مياشتو شي د هغه) نوم کيږدئ چې الله پاک به د ده پۀ ذريعه ستاسو د عمل تَله درَنه کړي * جبريل يا ميکائيل وغيره نوم مه ږدئ * يِاسين يا طٰهٰ نوم کيښودل منع دي * محمد ياسين نوم هم مۀ ږدئ، آؤ که چرې وغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کيږدئ * کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښۀ نوم کيښودل پکار دي ځکه چې د خپل اُمَّت سره محبت کوونکي خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به غلط نومونه پۀ ښو نومونو باندې بدلول. د يوې زنانه نوم عاصِيَه (يعنې ګنهګاره) وو، رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل کړو او جميله يـې کيښودو *داسې نومونه کيښودل جائز نه دي کوم چې د غير مسلمو د پاره خاص وي *غُلامِ رسول، غُلامِ صديق، غُلامِ حسين، غُلامِ غوث، غُلامِ رضا نوم کيښودل جائز دي. ([1])   

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

رَبّ کے در پر جھکیں التجائیں کریں                                                          بابِ رحمت کُھلیں قافلے میں چلو

عاشقانِ رسول ان سے رحمت کے پھول                             آؤ لینے چلیں قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:63-68 ملتقطاً۔