Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
واخستې نو د دۀ د ګُزارې د پاره دې يوه مرغۍ مقرر کړه۔ بل خوا زۀ ستا مسلمان بنده يم او د دې باوجود مسافر ويرووم او لوټ کووم۔ هٰغه وخت يو غيبي اواز اوشو: اے فلانکيه! د توبې د پاره زما دروازه برسيره ده۔ دا مې چې واوريدل نو ما خپله توره ماته کړه او اومې وئيل چې ما خپل ګناهونه پريښودل۔ بيا مې هٰغه غيبي اواز واوريدو: مونږ ستا توبه قبوله کړې ده۔ زما د دې توبې حال يـې چې واوريدو نو ټولو ملګرو مې هم رښتونې توبه کړه۔ بيا مونږ ټول پۀ شريکه د حج پۀ اراده د مکے مکرمې پۀ لور روان شو۔ د دريو ورځو سفر کولو نه پس مونږ يو کلي ته ورسيدو، هلته مو يوه نابينا بوډۍ وليده کومې چې زما نوم اخستو او پوښتنه يـې کوله چې پۀ دې قافله کښې هغۀ هم دے؟ زۀ وروړاندې شوم او اومې وئيل: آؤ جي! هغۀ هم زۀ يم۔ ووايه! څۀ خبره ده؟ بوډۍ راپاڅيده او د کور نه يـې جامې راوړې او اوئې وئيل: يو څو ورځې مخکښې زما نيک ځوي وفات شوے دے۔ دا هم د هغۀ جامې دي۔ درې ورځې پرله پسې پۀ خوب کښې زما د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستا نوم واخستو او اوئې فرمائيل: هغۀ راروان دے، دا جامې هغۀ له ورکړه۔ (رَوْضُ الرَّیاحِین ص ۲۳۲)
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! د رَبِّ کريم څومره ځانګړے شان دے۔۔۔!! کوم کريم مالک چې د ړوند مار د رزق بندوبست د مرغۍ پۀ ذريعه کولے شي، آيا هغۀ به مونږ بندګان، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان داسې بے اسرې پريږدي۔۔۔؟ نۀ۔۔۔!! نۀ۔ د رزق ذِمه هٰغه مالِک پۀ خپل کرم اخستې ده او هغۀ ضرور عطا کوي۔
خلقت جب پانی کو ترسے، رِمْ جھم رِمْ جھم برکھا برسے
ہر اِک پر رحمت کی نظر ہے یااللہُ! یااللہ!