Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

دے سيزل او هغه هم سيزل کول، خو د ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د پاره  ګلزار (يعنې د ګلونو باغ) وو۔ د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دا عظيمُ الشّانه معجزه چې يـې وليدله نو ډيرو خلقو کلمه ووئيله او مسلمانان شول۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د ايمان او د يقين برکت۔۔۔!! ډاکټر اقبال وائي:

آج بھی ہو جو ابراہیم سا اِیْماں پیدا                                                                         آگ کر سکتی ہے اَندازِ گُلستاں پیدا

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صرف د شاعرۍ خبره نه ده، حقيقت دے چې کله ايمان پوخ شي، يقين پوخ شي نو د رَبِّ کريم رحمتونه ضرور نصيب کيږي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                           صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د حضرت اَبُو مُسلم خَولَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يقين

حضرت اَبُو مُسلم خَولَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا ته چې د دې اُمَّت حکيم (يعنې ډير عقلمند او هوښيار انسان) وئيلے شوے دے، هغوئي تابعي دے، پۀ يمن کښې اوسيدو۔ د هغوئي پۀ وخت کښې، د هغوئي پۀ علاقه کښې اَسوَد عَنسِي نومې کَس د نُبُوَّت د دروغو دعویٰ وکړه، هغۀ يوه ورځ هغوئي پۀ زوره ځان ته راوبللو او پوښتنه يـې وکړه: آيا تۀ ګواهي ورکوې چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د الله رسول دے؟ اوئې فرمائيل: آؤ، بالکل۔ (حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک رښتونے نبي دے، زما آقا دے، زۀ پۀ هغوئي باندې ايمان لرم۔) اَسوَد بيا پوښتنه وکړه: آيا تۀ ګواهي ورکوې چې زۀ د الله رَسول يم؟ هغوئي (ډير پۀ سادګۍ سره) ووفرمائيل: ما نه دي اوريدلي چې تۀ څۀ وائې۔ دا يـې چې واوريدل نو اَسوَد عَنسِي له ديره غصه ورغله، هغۀ فوراً حکم وکړو چې ډير غټ وور بَل کړئ۔ د هغۀ نوکرانو فوراً وور بَل کړو۔ بيا يـې حکم وکړو: اَبُو مُسلم دې بَل وور ته وغورځوئ۔ نو هغوئي هٰغه بَل وور ته وغورځولے شول۔