Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
حضرت لقمان حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ځوي ته د نصيحت کولو پۀ وخت ووفرمائيل: ځويه! د هر يو عمل يو کمال او يوه انتها وي او د عبادت کمال پرهيزګاري او پوخ يقين دے۔ ([1])
د يقين پۀ برکت يـې جنّت نصيب شو
حضرت مُغِيره بن حبيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې حضرت عبد الله بن غالِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو نو چا هغوئي پۀ خوب کښې وليدلو او پوښتنه يـې ترينه وکړه چې ستاسو سره څۀ معامله وشوه؟ اوئې فرمائيل: بهترينه وه۔ پوښتنه يـې وکړه: اوس تاسو چرته روان يئ؟ اوئې فرمائيل: د جنّت پۀ لور۔ بيا يـې ووفرمائيل: زما دا نعمت د ښه يقين او پۀ تهجدو کښې د اوږدو اوږدو نفلونو کولو پۀ برکت نصيب شوے دے۔ ([2])
حضرت عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: بے شکه رحمت او د مشکلاتو نه نجات پۀ يقين او د الله پاک پۀ رضا کښې دے او غم او پريشاني پۀ شک او د الله پاک پۀ نافرمانۍ کښې ده۔ ([3])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د يقين برکت دے * د يقين پۀ برکت باندې جنّت ميلاويږي * د يقين پۀ برکت سره پريشانۍ ختميږي * د يقين پۀ برکت سره صبر کول اسانيږي * د يقين پۀ برکت باندې انسان پۀ عبادت باندې استقامت بيامومي او * هم د يقين پۀ برکت پۀ دُنيا کښې ترقي او پۀ آخرت کښې کاميابي نصيب کيږي۔