Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا اَخَافُ عَلٰی اُمَّتِی اِلَّا ضَعْفَ الْیَقِیْنِ يعنې زۀ پۀ خپل اُمَّت نه ويريږم خو د يقين پۀ کمزورۍ [ويريږم]۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تر قيامته پورې عِلم لرونکے دے، تر قيامته پورې به څۀ کيږي، خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول حالات ويني، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه وه چې زما اُمَّت به پۀ شرک کښې نه اخته کيږي، زما اُمَّت به د الله پاک نه انکار نه کوي، آؤ! خو زما اُمَّت چې به د کومې مسئلې سره مخ کيږي، هغه د يقين کمزوري ده۔
يو بَل حديثِ پاک واورئ! رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: نَجَا اَوَّلُ ہٰذِہِ الْاُمَّۃِ بِا لْیَقِیْنِ وَ الزُّہْدِ د دې اُمَّت مخکښينو خلقو پۀ يقين او د دُنيا نه د بے رغبتۍ پۀ ذريعه نجات حاصل کړو وَ یَہْلِکُ آخِرُ ہٰذِہِ الْاُمَّۃِ بِالْبُخْلِ وَ الْاَمَلِ او د دې اُمَّت پۀ آخره کښې راتلونکي د کنجوسۍ او اوږدو اُميدونو پۀ سبب هلاک شول۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پوهې خبره ده، د دې اُمَّت مخکښينو خلقو د پوخ يقين پۀ برکت نجات حاصل کړو او پۀ آخره کښې راتلونکي به د کنجوسۍ او اوږدو اُميدونو پۀ وجه هلاک شي۔ کنجوسي څۀ ده؟ د بے يقينۍ يو کيفيت دے، د بنده چې کله پۀ الله پاک باندې د رازق کيدو پوخ يقين نه وي نو هغه د کنجوسۍ نه کار اخلي۔ غرض دا بے يقيني ده د کومې پۀ وجه چې به دا اُمَّت پۀ هلاکت کښې اخته شي۔