Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
خو د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان چرې هم غلط نه وي۔ ([1]) يو شاعر څۀ ښه وئيلي دي:
اگر شاہ رَوْزِ رَا گَوْیَد شَبْ اَسْت اِیْں بَیَایَد گُفَتْ اِیْں کَہْ مَاہ و پَروِیْں
مفهوم: که بادشاه د ورځې ووائي چې دا شپۀ ده نو وئيل پکار دي چې آؤ جي! دا وګوره! سپوږمۍ ستوري ښکاري۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د عقل خبره ده، مونږ پۀ څۀ پوهيږو که نه، زمونږ وړوکے شان عقل د يوې خبرې جرړې ته رَسي که نه رَسي کومه خبره چې الله او رَسول فرمائيلې ده، هغه حق ده، که مونږ پۀ څۀ نه پوهيږو نو هغه زمونږ د عقل قصور دے۔ ځکه مونږ له يقين ساتل پکار دي، د کامِل يقين ډير برکتونه دي۔
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خلقو ته پۀ دې دُنيا کښې د ټولو نه بهترين څيز يقين او عافيّت عطا کړے شوے دے، ځکه د الله پاک نه د دې دواړو څيزونو سوال کوئ۔۔۔!!
امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا حديثِ پاک بيان کړو، بيا يـې ووفرمائيل: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتيا ووفرمائيل: * هم د يقين پۀ برکت جنّت نصيب کيږي * هم د يقين پۀ برکت انسان د دوزخ د وور نه لرې وځي * هم د يقين پۀ برکت فرائض پوره پوره ادا کيږي * هم د يقين پۀ برکت انسان پۀ ايمان باندې ثابت قدم پاتې کيږي * او پۀ عافيت کښې لوئي خير کيښودے شوے دے۔ ([2])