Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د پاره وور د ګلونو باغ جوړ شو، حضرت اَبُو مُسلم خَولَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے ويرې وور ته تشريف يوړلو، دا د ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام معجزه او د حضرت اَبُو مُسلم خَولَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرامت دے۔ مونږ له قصداً عمداً د داسې خطرې سره مخ کيدل نه دي پکار۔ مونږ بندګان يو، هم بندګان به اوسو۔ مَعَاذَ الله! د الله پاک د قُدرت امتحان اخستل زمونږ د پاره صحيح نه دي۔ د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام واقعه ده، يو ځل هغوئي ته چا ووئيل: اے عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! آيا تاسو پۀ الله پاک باندې پوره باور لرئ؟ اوئې فرمائيل: آؤ! بالکل يـې لرم۔ هغۀ ووئيل: بيا تاسو د دې غر نه ټوپ کړئ! ګورو چې ستاسو رَبّ تاسو بچ کوي که نۀ؟ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: زۀ پۀ الله پاک باندې باور ضرور لرم خو د هغۀ امتحان هيڅکله هم نه اخلم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! مونږ له هم داسې انداز اختيارول پکار دي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د اِيمان او د يقين بے مثاله واقعه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اِيمان او د يقين يوه بَله بے مثاله واقعه واورئ! د دريو کَسانو يوه قافله وه، د شام مُلک نه روانه شوه، پۀ دې قافله کښې * يو حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام * يوه د هغوئي کور ودانې محترمه حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها * دريم د هغوئي وړوکے شهزاده حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام وو۔ حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام هم د هغوئي سره وو چا چې ورته لاره ښودله۔
اوس لږ غور وکړئ چې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام عمر مبارک د 90 کالو نه هم زيات وو، هغوئي ته هٰغه وخت ځوي عطا کړے شو، بيا حکم اوشو چې اے ابراهيمه!