Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

شو، حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هغه بهر راويستو۔ بيا يـې پۀ يو لاس کښې خاوره او پۀ بَل لاس کښې سره زر راواخستل او اوئې فرمائيل: ستاسو پۀ زړۀ کښې پۀ دې دواړو کښې د څۀ څيز خواهش دے؟ هغوئي عرض وکړو: د سرو زرو۔ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: زما پۀ نزد دا دواړه يو شان دي۔ ([1])

معلومه شوه چې کله بنده د دُنيا نه داسې بے رغبته شي نو د هغه پۀ نزد کاڼې او سره زر يو شان شي نو ايمان او يقين پوخ شي۔ الله پاک دې زمونږه د دُنيا نه بے رغبتي نصيب کړي۔ کاش چې کامِل ايمان او پوخ يقين مو نصيب شي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنِ صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                     صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ زړۀ کښې د الله او د رسول محبت زياتولو، د ايمان او د يقين پخولو او د دِين او د دُنيا د خيرونو موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې هم دے۔

* د اوسني وخت عظيم او روحاني شخصيت اميرِ اهلسنّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ له دا مَدَني مقصد راکړے دے چې ”ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔“ اِنْ شَآءَ اللہُ!

* د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د دې مَدَني مقصد پوره کولو د پاره کلي والو علاقو، د ښار اړخونو او د ښار داسې علاقې چرته چې ديني کار کمزورے وي هلته ځي


 

 



[1]... (موسوعہ ابن ابی دنیا)۔