Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
ورکوو نو د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ! زمونږ دنيائي کارونه هم ښه شي۔ بس مونږ له پوخ يقين ساتل پکار دي۔۔۔!!
باور ساتل پکار دي، اَسبَاب نه دي پريښودل پکار
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک رازِق دے، رزق ورکوونکے دے، هغۀ ټولو له رزق ورکوي، څوک هم وږے نه پريږي، مونږ له د هغۀ پۀ وعده باندې پوخ يقين ساتل پکار دي خو د دې مطلب دا هيڅکله هم نه دے چې مونږ ظاهري اسباب پريږو او تيارې ته کښينو، مثلاً د نن نه څوک دا نيت وکړي چې الله پاک رزق ورکوونکے دے نو د کار کولو څۀ ضرورت دے؟ ټوله ورځ د محنت کولو څۀ ضرورت دے؟ يقيناً رزق هم الله پاک ورکوي، چا له يـې د دُکان پۀ ذريعه ورکوي، چا له يـې د تجارت پۀ ذريعه ورکوي، چا له يـې د محنت مزدورۍ پۀ ذريعه ورکوي۔ ورکوي يـې هم هغۀ خو د ورکولو انداز يـې مختلف دے۔ ځکه دا انداز ضرور اختيارول دي۔ مشهور صُوفي بزرګ شيخ سعدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو کَس وو، د کور نه د محنت مزدورۍ د پاره ووتو، د کار پۀ لټون کښې وو چې پۀ لاره کښې يـې يوه ګيدړه وليدله، ړانده هم ده، شَله هم ده يعنې نه ليدل کولے شي او نه ګرځيدے شي۔ دا يـې چې وليدله نو هغۀ حيران شو چې دا ګيدړه به خوراک څنګه کوي؟ نو هغۀ هم هلته پټ کښيناستو، لږ وخت تير شوے وو چې يو ازمرے هلته راغلے، هغه پۀ خُله کښې څۀ ښکار نيولے وو، هغه هٰغه ښکار د ګيدړې مخې ته وغورځولو، ګيدړې چې څومره خوړله نو اوئې خوړه، باقي چې کومه پاتې شوه نو هغه ازمري يوړه۔ هٰغه کَس دا هر څۀ ليدل۔ چې کله هغۀ د الله پاک د قدرت دا نظاره وليدله نو هغۀ پوخ نيت وکړو چې الله پاک دې ګيدړې له خوراک ورکولے شي نو زۀ خو اشرفُ المخلوقات يم، ما ته يـې هم راعطا کولے شي۔ نو هغۀ لاړے او پۀ يو جومات کښې کښيناستو او الله، الله يـې شروع کړل۔ يوه ورځ تيره شوه، خوراک ميلاؤ نشو،