Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
عطا کوي، پۀ دې کښې به برکت هم اچوي * چې د نـمونځ وخت شي نو ټول کارونه پريږدئ او د نـمونځ پۀ لور د تللو عادت جوړ کړئ! الله پاک به دُنيا هم ښه کړي او آخرت به هم ښه کړي۔ * قرآنِ کريم لولئ، زده کوئ يـې، پۀ دې ځان پوهه کئ او پۀ دې باندې عمل کوئ! الله پاک به پۀ دُنيا کښې هم ترقي درکړي، پۀ قبر او آخرت کښې به درته نُور هم درعطا کړي۔
علّامه ارشد القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه واقعه ليکلې ده، ډيره ښکلې ده، مختصر يـې درته بيانووم: عبد الله نومې يو ډاکو وو، الله پاک د هغۀ هدايت نصيب کړو، هغۀ ته قبر او آخرت ورياد شو، هغۀ چې د خپلو ګناهونو پۀ باره کښې سوچ وکړو نو پۀ زړۀ يـې ګزار وخوړو، هغۀ سوچ وکړو چې زۀ ځان د نيکې لارې مسافر څنګه جوړولے شم؟ نو د درې څلورو کَسانو سره يـې مشوره وکړه، چا هغۀ ته ووئيل: که تۀ خپله اِصلاح کول غواړې نو وړومبے مُرشد ولټوه، هم هغۀ به تا ته د الله پاک لار وښائي۔ بيا خبره دا وه چې مُرشِد چرته ولټووم؟ مشوره ورکوونکے هم څوک نيک انسان وو، هغۀ ووئيل: پۀ الله پاک باندې يقين ساته او ووځه، پۀ چا باندې چې ستا زړۀ مطمئين شي چې دے پير دے، هغۀ خپل پير جوړ کړه۔ چې کله شپۀ شوه نو هغۀ د الله پاک پۀ بارګاه کښې پۀ ژړا ژړا د زړۀ نه رښتونې توبه کړه، پۀ نيمه شپۀ د پير لټولو د پاره ووتو، د کلي نه بهر چوک ته رسيدلے وو چې يو کَس يـې راروان وليدو، هغۀ ذهن جوړ کړے وو چې هم دے پير دے، زۀ به هم د دۀ مُريد جوړيږم خو هغه چې کوم راروان وو، هغۀ پخپله هم يو غل وو، د شپې غلا له تلے وو، د دۀ خو ذهن جوړ وو نو چې څنګه هٰغه غَل رانزدې شو، دۀ د هغۀ لمن ونيوله چې پير صاحبه! ما خپل مُريد جوړ کړئ! پير صاحبه! ما خپل کړئ! د رَبّ پۀ لار مې روان کړئ!
هغۀ خو غَل وو۔۔۔!! د هغۀ سره د ځان فِکر شو چې هسې نه چرته ګير نشم۔ خير!