Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
دويمه ورځ تيره شوه، بيا هم هيڅ خوراک ميلاؤ نشو، دريمه ورځ هم تيره شوه خو د خوراک هيڅ انتظام اونشو، بيا خو د لوږې د لاسه د هغۀ حالت خراب شوے وو، هغۀ پۀ ژړا د الله پاک پۀ بارګاه کښې فرياد وکړو نو يو غيبي اواز وشو، اے انسانه! تا خو ګيدړه وليدله، آيا ازمرے دې اونه ليدو؟ آيا دا به ښه نه وي چې تۀ ځان د ازمري پۀ شان کړې، د ځان د پاره هم محنت وکړې او پۀ نورو يـې هم وخورې۔ بيا د هٰغه کَس عقل ځائے له راغلے او هغۀ پۀ محنت مزدورۍ کښې مشغول شو۔ ([1])
بهر حال! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مقصد دا دے چې د الله پاک پۀ عطا باندې، د هغۀ پۀ عنايتونو باندې، د هغۀ پۀ رحمتونو باندې يقين ضرور ساتل پکار دي خو د دې دا مطلب نه دے چې مونږ محنت پريږدو۔ کوم قوم چې محنت پريږدي، د الله پاک رحمت د هغوئي پۀ لور نه متوجه کيږي۔ ځکه محنت هم کوئ او پۀ الله پاک باندې پوخ يقين هم ضرور ساتئ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رښتيا وايم: که زمونږ يقين پوخ شي نو پۀ هر ميدان کښې به مو ګټه نصيب شي، مونږ به پۀ دې دُنيا کښې هم کامياب شو او آخرت به مو هم ښه شي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ کُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ (۱۳۹) (پارہ:4، آل عمران:139)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او تاسو هِمّت مه بيلئ او غم مه کوئ، که تاسو ايمان والا ئې نو هُم تاسو به غالِب کيږئ.
يعنې اے مسلمانانو۔۔۔!! اے د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامانو۔۔۔!! هم تاسو به غالب