Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
چې څنګه يقين هم هٰغسې يـې نتيجه
ډير مشهور حديثِ قُدسي دے: رَبِّ کريم فرمائي: اَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِیْ بِیْ زۀ د خپل بنده د ګمان سره نزدې يم، کوم چې پۀ ما کوي۔ ([1])
مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: دلته د عَبد نه مُراد مؤمِن بنده دے۔ يعنې بنده چې زما پۀ باره کښې څنګه يقين ساتي، زۀ به هم هٰغسې معامله د هغۀ سره کووم۔ ([2])
جو سوچتا ہوں، وہی بات ہونے لگتی ہے
جُڑا ہوا ہے زمانہ مرے گمان کے ساتھ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې لږ شان غور وکړئ! الله پاک د بنده د ګُمان سره دے، چې څنګه يقين وي، هم هٰغسې نتيجې به يـې نصيب کيږي، اوس لږ غور وکړئ! * چې ذهن هم دا جوړ کړے شي چې پۀ رښتياؤ وئيلو کاروبار نه کيږي نو بيا ووايئ چې پۀ رزق کښې به برکت د کوم ځائے نه راځي؟ * چې ذهن هم دا جوړ کړے شي چې که د نـمونځ د پاره مې وخت ويستو نو پۀ کار کښې به نقصان وشي نو ووايئ چې بيا به پۀ کار کښې ترقي د کوم ځائے نه راځي؟ * چې ذِهن هم دا جوړ کړے شي چې د ترقۍ د پاره دنيائي ډګريانې حاصلول ضروري دي نو بيا به د قرآنِ کريم برکتونه د کوم ځائے نه نصيب کيږي؟ * چې ذهن جوړ کړے شي چې نن سبا د نيکۍ وخت نه دے نو بيا به د نيکۍ توفيق څنګه نصيب کيږي؟ * چې مال او دولت او دنيا هم هر څۀ وګڼې نو بيا به خيرونه د کوم ځائے نه نصيب کيږي؟
پۀ الله پاک نيک ګمان ساتئ! * پۀ کاروبار کښې رښتيا وايئ، الله پاک به رزق هم