Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
وړوکي سائز کښې پۀ 240 روپۍ پۀ بيعه اخستے شئ۔ هم نن دا کتاب واخلئ! پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د ګوتمې پۀ باره کښې سُنَّت او آداب
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نارينه د پاره د سرو زرو ګوتمه پۀ لاس کول حرام دي۔ د دواړو جهانونو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو د ګوتمې پۀ لاس کولو نه منع فرمائيلې ده * نابالغه (يعنې ډير وړوکي) هلک ته (هم) د سرو زرو سپينو زرو کالے اچول حرام دے او چا چې ورته واچولو هغه به ګنهګاريږي، دغه شان د هلکانو پۀ لاسونو او ښپو باندې بغير د ضرورت نه نکريزه لګول جائز نه دي۔ زنانه يـې پخپله پۀ خپلو لاسونو او ښپو باندې لګولے شي، خو که هلک له يـې لګوي نو ګنهګاريږي به * د اوسپنې ګوتمه د دوزخيانو کالے دے * د نارينوو د پاره هٰغه ګوتمه جائز ده کومه چې د