Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
ليکي: دُرُودِ پاک يوه نيکي نه ده بلکې دا د ډيرو نيکو مجموعه ده * د دُرُودِ پاک لوستلو سره ايمان تازه کيږي، دا يوه نيکي * د دُرُودِ پاک پۀ برکت سره پۀ رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې يقين زياتيږي، دا دويمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک لوستلو کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظيم دے، دا دريمه نيکي * د دُرُودِ پاک لوستلو سره پۀ آخرت باندې ايمان پخيږي، دا څلورمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِحسانونو ذِکر دے، دا پينځمه نيکي * پۀ دُرُودِ پاک کښې د نيکانو د سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر دے او د نيکو پۀ ذِکر باندې رحمت نازليږي، دا شپږمه نيکي ده۔ ([1])
دغه شان نورې ډيرې نيکۍ دي کومې چې د يو دُرُودِ پاک پۀ ضمن کښې راځي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ زړۀ کښې د ايمان زياتولو، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عشق زياتولو او د الله پاک د رحمتونو د حقدار جوړيدو د پاره پۀ کثرت سره دُرُودِ پاک ولولو۔
نبی کی شان میں ہو جس قدر دُرُود پڑھو! مُحِبَّو! پاؤ گے جنّت میں گھر دُرُود پڑھو!
جو اپنے کاموں کا انجام نیک چاہتے ہو ہر ایک کام میں تم پیش تر دُرُود پڑھو!
ہزار دَرد کو یہ ایک دَوا کفایت ہے جو پیش آئے ذرا بھی خطر دُرُود پڑھو!([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([3])