Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

کيږئ بس دا يو شرط دے: رښتوني ايمان والا شئ! پۀ الله پاک باندې کامِل باور لرونکي جوړ شئ۔۔۔!! چې دا يو شرط پوره کړے شي، ايمان رښتونے او يقين پوخ کړے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ! مسلمان به هميشه غالب وي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                     صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

يقين د ايمان ځان دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره ياد ساتئ چې پۀ الله پاک، د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د الله او د رسول پۀ فرامينو باندې پوخ يقين او پوخ اعتماد ساتل دا د ايمان ځان دے، که دا اعتماد کمزورے شي نو زمونږ ايمان خوئيدے شي۔ لہٰذا دا لازمي او ضروري ده چې مونږ د خپل عقل نه زيات، د خپلو سترګو نه زيات، د خپلې تجربې نه زيات د الله او رسول پۀ حکمونو او د هغۀ پۀ فرامينو باندې اعتماد وکړو۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله او پۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې باور لرل دا د ايمان حقيقت دے، د څيز ليدلو يا اوريدو سره خو يـې هر يو کَس مني خو هٰغه څيز کوم چې د هغه نه غيب [پټ] وي او عقل پرې کار نه کوي، دا صرف دې د پاره منل چې دا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلې دي، دا د دې خبرې دليل دے چې د هغه پۀ زړۀ کښې اِطاعت دے۔ نور فرمائي: که رښتيا وايم نو د ايمان ځان خو دا دے چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خبر باندې د خپلو حَوَّاسو (سترګو، غوږونو او عقل وغيره) نه زيات اعتماد وي، که مونږ پۀ سترګو وينو چې دا وخت ورځ ده او نبي کريم             صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي چې دا وخت شپۀ ده نو زمونږ سترګې دروغژنې دي او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے دے ځکه چې سترګې پۀ زرګاؤ ځل غلطيانې کوي