Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

وګورئ! خبره شروع شوه د نيکو د اهتمام نه او نتيجه څۀ راوخته۔۔۔؟ د الله پاک قُرب۔ ځکه پوخ يقين حاصلول پکار دي، که د کامِل يقين برکتونه حاصلول غواړئ، د الله پاک قُرب غواړئ نو نيک کارونه پۀ پوره اهتمام سره شروع کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي۔

پۀ نيک اعمالو باندې د استقامت طريقه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ نيک اعمالو باندې د استقامت موندلو يوه بهترينه طريقه دا ده چې د مکـتبة الـمدينه نه نيک اعمال رساله واخلئ! نيک اَعمال د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا کړے شوې بهترينه تحفه ده، دا رساله ولولئ! د دې مطابق خپل جدوَل جوړ کړئ! د دې پۀ ذريعه روزانه د خپلو اعمالو جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ! * پۀ نيکو باندې به اِستقامت هم نصيب شي * پۀ اخلاقو او کردار کښې به مو بهتري هم راشي * پۀ عشقِ رسول کښې به اضافه هم کيږي * روحانيت به هم درنصيب شي * او که الله پاک وغوښتل نو کامِل ايمان او پوخ يقين به مو هم نصيب شي۔

(3): د دُنیا نه بے رغبتي اختیار کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ايمان او د يقين زياتولو يوه طريقه د دُنيا نه بے رغبتي اختيارول هم ده۔ د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام معجره ده چې هغوئي به د سمندر پۀ اوبو باندې داسې ګرځيدل لکه څنګه چې پۀ زمکه باندې ګرځي۔ يو ځل د هغوئي حواريانو عرض وکړو: آيا مونږ هم [پۀ اوبو باندې] داسې ګرځيدے شو؟ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: که ستاسو يقين پوخ شي نو ضرور ګرځيدے شئ، دا چې يـې واوريدل نو يو حواري کوشش وکړو خو هغۀ اونه ګرځيدے شو، پۀ ډوبيدو