Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

يـې ياده کړئ! وخت پۀ وخت د الله پاک نه سوال کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کامِل يقين به مو نصيب شي۔

(2): عِبَادت کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د يقين پخولو دويمه طريقه ده: د عِبَادت اهتمام۔ يعنې پۀ پوره اهتمام سره دې نيک کارونه وکړے شي۔ پۀ دې هم يقين پخيږي۔ امام اِبنِ اَبِي الدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د اهتمام سره پۀ عبادت کولو * فِکر پخيږي * د فکر پخيدو سره عِبرت حاصليږي * د عبرت پۀ ذريعه دانائي نصيب کيږي * د دانايۍ  پۀ ذريعه پخه اراده حاصليږي (يعنې قوتِ ارادي مضبوطيږي) * د پخې ارادې (يعنې د قوتِ ارادي) پۀ ذريعه يقين کامِل کيږي * د کامِل يقين پۀ ذريعه د دُنيا نه بے نيازي حاصليږي * د دې بے نيازۍ پۀ برکت د الله پاک محبت نصيب کيږي * او د الله پاک د محبت پۀ ذريعه د الله پاک قُرب حاصليږي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده، پۀ دې روايت کښې ترتيب ته لږ وګورئ! د مثال پۀ طور چې څوک خوش قِسمته پينځه واړه نـمونځونه د جَمعې سره پۀ جومات کښې د تکبير اُولیٰ سره پۀ پوره اهتمام سره ادا کوي، بيا به د دې اهتمام پۀ برکت * فِکر ښه شي * چې فِکر ښه شي نو عبرت به نصيب شي * چې عبرت نصيب شي نو دانائي او عقلمندي به حاصله شي * چې عقلمندي حاصله شي نو عَزم (يعنې قوتِ ارادي) به زيات شي * چې قوت ارادي زيات شي نو يقين به پوخ شي * چې يقين پوخ شي نو د دنيا نه به بے رغبتي نصيب شي * چې بے رغبتي نصيب شي نو د الله پاک محبت به حاصل شي * چې د الله پاک محبت حاصل شي نو د رَبِّ کريم قُرب به نصيب شي۔


 

 



[1]... الیقین لابن ابی دنیا۔