Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                     صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس چې کومې ورځې دي، د ذُوالقَعدۃِ الحَرام مبارکه مياشت روانه ده، ډيره زر به د ذُو الحج مياشت تشريف راوړي، اِنْ شَآءَ اللہُ! عاشقانِ رسول به د سُنَّتِ ابراهيمي ادا کولو د پاره قربانۍ کوي، خوش قِسمته خلق حج له هم رسيدلي دي او بعضې روان دي، هلته به هم د حضرات ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام، حضرت إسماعيل  عَلَیْهِ السَّلَام  او د حضرت هَاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يعنې د آلِ ابراهيم علَيهِمُ السَّلام يادونه نـمانځلے شي۔

دا مبارکه ورځ مونږ ته پۀ خاص طور د اِيمان او د يقين سبق راښائي، پۀ الله پاک، د هغه پۀ رحمت، د هغه پۀ عناياتو پوخ يقين ساتل، بغير د ليدلو نه الله پاک منل، د هغه پۀ وعدو باندې ډير پوخ يقين ساتل، دا د دې برکتي ورځو خصوصي سبق دے۔ د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  پاک سيرت ته وګورئ! د بے مثاله اِيمان او يقين نه ډَک دے۔

وور د ګلونو باغ جوړ شو۔۔۔!!

ډيره مشهوره واقعه ده، تاسو به څو کَرته اوريدلې وي، پۀ قرآنِ مجيد کښې هم د دې واقعې څۀ تفصيل بيان کړے شوے دے، نَمرُود د وخت ظالم بادشاه وو، د هغۀ پوره سلطنت وو، دې بد بخته د خدايۍ دعویٰ کړې وه، اَسْتَغْفِرُاللہ خلق د دۀ پۀ عبادت کښې مصروف وو، يعنې يو خوا پوره سلطنت دے، بل خوا يواځې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دے، پۀ داسې ماحول کښې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  يواځې د حق غږ پورته کړو،