Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
افسوس! نن د بے يقينۍ دا حالت عام کيږي۔ مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، پۀ الله پاک باندې ايمان لرو خو افسوس! * مونږ خو منو چې رزق الله پاک ورکوي، بيا هم پۀ مال پسې سر وهلي منډې وهو، څوک د لندن، پيرس خوبونه ويني، څوک سود کوي خو بعضې داسې نادانه هم دي کوم چې مَعَاذَ الله! د پيسو د پاره د اِيمان سودا هم کوي * مونږ منو چې الله پاک د مشکلاتو نه نجات ورکوونکے دے خو د پريشانۍ او ډپريشن ښکار کيږو * مونږ منو چې نـمونځ دُنيا هم ښه کوي، آخرت هم ښه کوي خو پۀ نـمونځ باندې دُنيا له ترجيح ورکوو * مونږ منو چې د مسلمان ترقي پۀ قرآن باندې پۀ عمل کولو کښې ده خو قرآن نه پخپله لولو، نه يـې بچو ته ښايو * مونږ منو چې الله پاک دعاګانې قبلوي خو بے يقيني ده، اَوَّل خو دُعا کوونکي ډير کم دي، که غواړو يـې هم نو د بے يقينۍ سره يـې غواړو۔
اميرِ اهلسنّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکي: يو ځل د ډاکوانو يوه ډله د شوکې د پاره يو داسې ځائے ته لاړه چرته چې د کجورو درې وَنې وې، پۀ دې کښې يوه وَنه وچه وه، يعنې هغې ميوه نه وه کړې۔ د ډاکوانو د سردار بيان دے چې ما وکتل چې يوه مرغۍ د يوې بار دارې [يعنې ميوه دارې] وَنې نه الوځي او پۀ وچه ونه کښې کښيني او لږ وخت پس رالوځي او بيرته بار دارې ونې ته راځي، بيا د هٰغه ځائے نه الوځي او بيرته هٰغه وچې وَنې ته ځي۔ داسې هغې ډيرې چکرې ووهلې۔ زۀ ډير حيران شوم او وچې ونې ته وختم نو څۀ ګورم چې هلته يو ړوند مار خُله وازه کړې ده او مرغۍ د هغه پۀ خُله کښې کجورې ږدي۔ دا مې چې وليدل نو زۀ پۀ ژړا شوم او د الله پاک پۀ بارګاه کښې مې عرض وکړو چې اے الله پاکه! يو خوا دا مار دے د کوم د وژلو حکم چې ستا نبيِ محترم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کړے دے خو چې تا د دۀ نه سترګې