Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
شوق او پوخ يقين کمال دے چې رَبِّ کريم پۀ ما باندې داسې عنايت وکړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د پوخ او کامِل يقين برکت۔۔۔!! د هٰغه ځلمي يقين پوخ وو، د هغۀ د هٰغه يقين پۀ برکت د غَل قِسمت هم ښه شو او پخپله د هٰغه ځلمي هم برکتونه نصيب شول۔ لہٰذا مونږ له پکار دي چې د خپل يقين پخولو کوشش وکړو۔
حضرت خالد بن مِعدَان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تَعَلَّمُوا الْیَقِینَ کَمَا تَعَلَّمُوا الْقُرآن يعنې يقين هم داسې زده کوئ لکه څنګه چې قرآن زده کوئ! ما هم دا پۀ زده کولو حاصل کړے دے۔ ([2])
معلومه شوه چې يقين پۀ زده کولو راځي، ځکه به باقاعده کوشش کول وي، بيا به زمونږ يقين پخيږي۔ اوس به دا څنګه زده کوې؟ پۀ زړۀ کښې به يقين څنګه پخوې؟ راځئ چې د دې يو څو طريقې زده کړو:
د دې وړومبۍ طريقه خو دا ده چې د الله پاک نه سوال کوئ! د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به دُعا کوله:
اللَّهُمَّ هَبْ لِي اِیْمَانًا وَّيَقِينًا وَّمُعَافَاةً وَّنِيَّةً
ترجمه: اے الله پاکه! ما ته پوخ ايمان، پوخ يقين، عافيت او رښتونے نيّت راعطا کړې۔ ([3])
که ممکنه وي نو دا دُعا پۀ عربۍ کښې ياده کړئ، کۀ نه وي نو پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې