Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

خو واه! سُبْحٰنَ اللہ! لکه څنګه چې الله پاک پۀ حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  باندې وور يخ او سلامتۍ والا جوړ کړے وو، هم هٰغسې د حضرت اَبُو مُسلم خَولَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره هم وور سلامتۍ والا شو، د الله پاک پۀ فضل سره هغوئي صحيح سلامت د وور نه بهر تشريف راوړلو۔ دا حيرانيدونکے منظر يـې چې وليدو نو اَسوَد عَنسِي پۀ خپله د نُبُوَّت د دروغو پۀ دعویٰ سخت وشرميدو، هغۀ خطره محسوس کړه چې که دا معامله مشهوره شوه نو خلق به زما نُبُوَّت هيڅکله هم نه مني، نو هغۀ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يمن نه ويستو او هغوئي مدينے منورې ته حاضر شول۔ ([1])

غُلامی میں نہ کام آتی ہیں شمشیریں، نہ تدبیریں

جو ہو ذوقِ یقیں پیدا تو کٹ جاتی ہیں زنجیریں

کوئی اندازہ کر سکتا ہے اس کے زَورِ بازُو کا

نگاہِ مردِ مومن سے بدل جاتی ہیں تقدیریں

وضاحت: انسان چې کله غلام شي نو نۀ تورې پۀ کار راځي، نۀ د هوښيارانو تدبيرونه پۀ کار راځي، دا صرف د يقين ذوق دے، چې دا نصيب شي نو د هر مشکل حل راوځي۔ د مردِ مؤمِن يعنې د پوخ يقين او رښتوني ايمان والا انسان د نظر دا کمال دے چې پۀ چا پريوځي، د هغۀ قِسمت بدل شي، چې د هغۀ د نظر دا کمال دے نو بيا د هغۀ د مَټو د همت او زور اندازه څوک لګولے شي۔۔۔؟

ضروري وضاحت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته پۀ الله پاک، د هغۀ پۀ رحمت، د هغۀ پۀ عنايت باندې پوخ يقين ساتل پکار دي، ضرور ساتل پکار دي خو دا هم ياد ساتئ چې د


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جلد:2، صفحہ:150 - 151 ملتقطًا۔