Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
اِصلاح کولو نوم دے۔ اے د اوسني وخت پۀ نوي تهذيب مئينو۔۔۔!! بے يقيني د غلامۍ نه هم ډير بد څيز دے۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې ايمان او پوخ يقين برکت ته هم وګورئ! * شاړه علاقه وه، اوس هلته څومره ګَڼه ګُڼه وي * هلته د څښلو د پاره يو ګوټ اوبه قدرې نه وې، الله پاک د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د ښپو مبارکو نه د زَم زَم چينه جاري کړه، تر اوسه پورې دُنيا د دې چينې نه اوبه څښي خو هډو ختميږي نه * هلته تر لرې لرې پورې د ژوند څۀ آثار نه ښکاره کيدل خو چې چرته د الله پاک دې نيکې بندې حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ښپې مبارکې کيښودې وې، الله پاک د هٰغې صَفا او مَروَه سَعي (يعنې د دغه غرونو ترمينځه منډه) تر قيامته پورې واجب کړې ده۔
د اوسني وخت د ټولو نه لويه مسئله
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کاش چې زمونږ هم داسې پوخ يقين نصيب شي! د اوسني وخت د ټولو نه لويه مسئله چې کومې ته مونږ وئيلے شو، هغه د بے يقينئ حالت دے۔ نن سبا مسلمان اُمَّت پۀ شريک طور د ډيرو مسئلو سره مخ دے * غربت عام دے * مشکلات دي، هر دويم کَس پۀ مشکلاتو کښې راګير دے * جنګ جګړې دي * بے اتفاقي ده * پۀ دُنيا کښې پۀ ډيرو ځايونو کښې پۀ مسلمانانو ظلم زور روان دے، الله پاک دې د هغوئي غيبي مدد وکړي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانانو پۀ تاريخ کښې غوره کارنامې ترسره کړې دي، الله کريم مسلمانانو له ډير اوچت شان ورکړے دے خو اوس حالات لږ بَل شان دي، د دې وجه څۀ ده؟ پۀ دې باندې که تجزيه وکړے شي نو شايد چې ډيرې زياتې وجهې رامخې ته شي خو د دې ټولو يوه وجه، کومې ته چې شايد د ټولو نه لوئي وجه هم وئيلے شي، هغه بے يقيني ده۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارک واورئ! د مشهور صحابئ رسول حضرت اَبُو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے،