Book Name:Yaqeen Ki Barkatain
هغۀ د ځان خلاصولو د پاره ووئيل: ځويه! تۀ ما مُريد کړې۔ اوس زۀ ځم، هم دلته اوسه، زۀ چې واپس راشم نو تا به د الله پاک پۀ لار روان کړم۔
دا يـې چې ووئيل نو هٰغه غَل لاړو، دۀ د خپل پير حکم وګڼو او هم هلته ودريدو، يوه ورځ تيره شوه، پير صاحب رانغلے، دويمه ورځ تيره شوه، پير صاحب رانغلے، د هغۀ کور والا راغلل چې کور ته ځو! دلته پۀ لار کښې مۀ ودريږه۔ دوستان راتلل، ټولو د پوهه کولو کوشش وکړو خو د هغۀ طلب رښتونے وو، شوق يـې پوخ وو، ليونتوب وو چې زۀ نيک جوړيږم او هم پير به ما نيک جوړوي، پير صاحب وئيلي دي، ځکه به زۀ هم دلته پاتې يم۔ پير خو څوک وو؟ يو غَل وو۔ هغۀ خو نه راتلو او نه راغلے۔ عبد الله وو چې پۀ دې انتظار کښې ولاړ وو۔
قِسمت ته وګورئ چې هلته هٰغه غَل د غَلا کولو پۀ نيت د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور ته لاړو، دننه چرته پۀ کور کښې پټ ناست وو، هلته حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تهجدو د نـمونځ نه فارغ شو، يو کَس حاضر شو او عرض يـې وکړو: عالي جاه! د فلانکي ښار اَبدال وفات شوے دے۔ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د پاره د بخښنې دُعا وکړه او هٰغه غَل ته يـې د وِلايت نظر وکړو، پۀ يو نظر يـې پۀ هغۀ توبه هم ويستله او د ولايت منزل ته يـې هم ورسولو، بيا يـې ووفرمائيل: اوس تۀ د فلانکي ښار ابدال يـې، فوراً هٰغه ځائے ته لاړ شه!
قِسمت ته يـې وګورئ چې د غَلا د پاره تلے وو او واپس وَلي جوړ شو او راغلے۔ بيا دا پخوانے غل خو اوسنے وَليِ کامِل د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ښودلے شوي ښار پۀ لور روان شو، پۀ لاره پۀ هٰغه کلي تيريدلو، چرته چې عبد الله تر اوسه پورې د پير پۀ انتظار کښې ولاړ وو۔ چې څنګه هلته ورسيدو نو عبد الله چغې کړې چې مرشِدِ کامِل راغلے او پۀ منډه ورغاړه وتو۔ بيا هغۀ ته ټوله واقعه ورياده شوه او پوهه شو چې دا د يو کَس د رښتوني