Yaqeen Ki Barkatain

Book Name:Yaqeen Ki Barkatain

خلقو ته يـې د نيکۍ دعوت ورکولو۔

نَمرُود دا هر څۀ څنګه برداشت کولے شو؟ هٰغه بدبخته د ډير غټ وور بلولو حکم وکړو، تر څو ورځو پورې لرګي راجمع کړے شول، يوه غټه چار ديواري تياره کړے شوه، يو ډير  غټ وور بَل کړے شو۔ پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې دا دومره ډير وور وو چې د دې د بره تر څو ميټرو پورې مرغو پَر نشو وهلے، که مرغۍ به پرې د بَره پر وهلو نو سوزيدله به او لاندې به راغورځيدله، دومره ډير وور بَل کړے شو، بيا منجنيق (د کاڼو ويشتو مشين) تيار کړے شو، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  پۀ منجنيق کښې کښينولے شو او د وور پۀ لور اوچت کړے شو۔۔۔!! ([1])

بيا دلته د يقين حالت ته وګورئ چې صرف وور ته د غورځولو دهمکيانې نه ورکړے کيږي، وور ته د غورځولو صِرف ورځ او وخت مقرر نکړے شو، داسې نه ده چې وور ته د غورځولو تياريانې کيږي بلکې د وور پۀ لور اوچت کړے شوے دے۔

صرف د پوهه کولو د پاره عرض کووم که څوک قيد کړے شي نو اُميد وي چې شايد د بچ کيدو څۀ لار راوځي، که چا ته سزا واورولے شي، نو بيا هم اُميد وي چې شايد د خوشي کيدو څۀ حل راوځي، دلته دا معامله نه ده، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د وور پۀ لور اوچت کړے شوے دے يعنې د اُميدونو وخت ختم شوے دے، دا هٰغه وخت دے چې د عامو خلقو پۀ دې وخت کښې ټول اُميدونه ختم شوي وي خو قربان شم! دے حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دے، دا بے مثاله ايمان والا هستي ده، د باکماله يقين والا شخصيت دے۔ پۀ روايتونو کښې ليکلي دي چې کله حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د وور پۀ لور اوچت کړے شو نو بيا حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو، عرض يـې وکړو: اے ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ! که څۀ حاجت وي نو ووفرمايئ! اوئې فرمائيل: حاجت خو دے


 

 



[1]... طبری، 1/242۔