Book Name:Shehar e Muhabbat

فرما دے، هغوئي شُکر ګزار دي، لہٰذا پکار دي چې هغوئي پۀ کوم ځائے باندې اوس دي، د شکر ګزارۍ لړ کښې د دې نه بهتر، د دې نه اعلیٰ، د دې نه افضل او اوچت مقام ته اورسولے شي۔ مونږ ته دا خبره معلومه ده، د روايتونو نه ثابت ده چې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام به د څلورم اسمان نه زمکې ته تشريف راوړي، بيا به چې کله د دُنيا نه ظاهري پرده فرمائي نو د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوا کښې به مزار بيامومي۔

د دې نه دا ثابت شوه چې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته چې د شکر ګزارۍ پۀ صِله کښې د مخکښې نه کوم اوچت او افضل ځائے عطا کيدل وو * هغوئي خو به نۀ پينځم اسمان ته رسولے شي * نۀ شپږم اسمان ته * نۀ سِدرَۃُ المُنتهیٰ ته * نۀ عرشِ اعظم ته بلکې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته چې به د هغوئي د اوسني ځائے نه کوم اوچت، افضل او اعلیٰ ځائے ورکولے شي، هغه زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د انوارو ډکه روضه ده۔ د دې نه دا معلومه شوه چې کوم عظمت، کوم اوچت والے د مصطفٰے جانِ رحمت    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مزار مبارک ته حاصل دے، هٰغه مرتبه، هٰغه اوچت والے عرش ته هم حاصل نه دے۔ د حضرت کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا نا اشنا دليل يـې چې واوريدو نو هٰغه لوئي عهديدار ګوته پۀ خُله [يعنې ډير حيران او پريشان] پاتې شو۔ ([1])

عرشِ عُلیٰ سے اعلیٰ، میٹھے نبی کا روضہ           ہے ہر مکاں سے بالا، میٹھے نبی کا روضہ

کیسا ہے پیارا پیارا یہ سبز سبز گنبد                                  کتنا ہے میٹھا میٹھا، میٹھے نبی کا روضہ

فِردوس کی بُلندی بھی چُھو سکے نہ      اس کو         خلدِ بریں سے اُونچا، میٹھے نبی کا روضہ

مکّے سے اس لئے بھی اَفضل ہوا مدینہ                     حصّے میں اس کے آیا، میٹھے نبی کا روضہ


 

 



[1]... مقالاتِ کاظمی، جلد:1، صفحہ:23 مفصلاً۔