Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

  اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقِ سُنَّت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے، نُورِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اداګانې اختيار کړې دي، هغوئي چې خپلې شهزادګۍ ته کوم نصيحتونه کړي وو، پۀ هغې کښې يو څو نصيحتونه دا هم وو، اوئې فرمائيل: (1): د خاؤند د اړخ نه ميلاويدونکے هر حُکم کوم چې د شريعت خلاف نه وي د هغې منل ضروري دي۔ (2): د خپل خاؤند او د خواښې هر کلے د ودريدو سره کوه او چې کله رخصتيږي نو هم د ودريدو سره يـې رخصتوه۔ (3): د خاؤند نه د ځان د پاره هيڅ قِسمه سوال مۀ کوه او پۀ هغۀ باندې بوج مۀ جوړيږه۔ آؤ که هغۀ مقرر کړے شوي حقونه نه ادا کوي نو بيا ترينه غوښتے شې۔ ([1])

د اميرِ اهلِسُنَّت ناوې او د واده ځلمي ته نصيحتونه

د دې سره سره اميرِ اهلِسُنَّت ناوې او د واده ځلمي ته هم خپل ښکلي ښکلي نصيحتونه عطا کړي دي کوم چې يقيناً د واده کړي ژوند د پاره ډير اهم دي، هغوئي د واده ځلمي ته نصيحت کوي او فرمائي: * د ښځې پۀ بدو اخلاقو باندې صبر کوئ * اهل و عيال ته ضروري عِلمِ دِين وښايئ * ښځه د بے پردګۍ نه بچ کوئ * نرمي اختيار کړئ * د خواښې او اينګور پۀ جګړه کښې د انصاف نه کار اخلئ۔ ([2])

ناوې ته نصيحت کوي او فرمائي: * د خواښې او ايندرور سره چرې هم مۀ ورانوئ * خواښې خپله مور ګڼئ * پۀ هر قِسمه بد سلوک باندې صبر کوئ او د حکمت عملۍ سره هغه حل کوئ * نرمي اختيار کړئ * د چا غصه پۀ ماشومانو باندې مۀ اوباسئ * د سخرګنۍ والؤ پۀ حق کښې د دُعا نه غفلت مۀ کوئ * شرعي پرده کوئ * د


 

 



[1]... صحابیات اور نصیحتوں کے مدنی پھول، صفحہ:116و 117 خلاصۃً۔

[2]... تذکرہ امیر اہلسنّت قسط:3،  سنّت نکاح ، صفحہ:53 تا57 ملتقطاً بتصرف۔