Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

مُعَاف فضل و کرم سے ہو ہر خطا یارَبّ                                      ہو مَغْفِرت پئے سلطانِ انبیاء یارَبّ!

نبی کا صدقہ سدا کے لئے تُو راضی ہو                                                         کبھی بھی ہونا نہ ناراض یاخُدا یارَبّ!([1])

(3): د دُنيا نه بے رغبتي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاکو اخلاقو کښې دي چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دواړو جهانونو مالِک دے، رَبِّ رحمان هغوئي مالِکِ کُل جوړ کړے دے، د دې باوجود به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا سره رغبت نه لرلو۔

د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سيرت کښې هم دا ښکلے خُلق پۀ نظر راځي * هغوئي غني وو * مالداره وو * رَبِّ کريم هغوئي ته ډير زيات مال عطا کړے وو، د دې باوجود * هغوئي د دُنيا سره رغبت نه لرلو * د دُنيا مَحَبَّت به يـې زړۀ ته داخليدو ته نه پريښودو * د مالدارۍ باوجود به يـې د عيش او عشرت والا ژوند نه تيرولو۔ ساده جامې به يـې اغوستلې، قيمتي قيمتي څيزونه به يـې د خپل ذات د پاره کم استعمالول، پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: چې کله هغوئي خليفه وو نو پۀ خلقو باندې به يـې ډير ښه خوراکونه کول، بيا چې به يـې کور ته تشريف راوړلو نو د سرکې او د زيتون سره به يـې ساده ډوډۍ خوړله۔ ([2])

  سُبْحٰنَ اللہ! څومره نا اشنا خبره ده۔۔۔!! * چې انسان مالداره وي * غټ کاروبار يـې وي * پۀ زرګونو لکونو کښې يـې آمدن وي، بيا هم انسان ساده ژوند تيروي، د مالدارۍ باوجود د دُنيا مَحَبَّت پۀ زړۀ کښې نه پريږدي، دا د کمال خبره ده بلکې ډيره د کمال خبره ده، دلته اُلټا نظام دے، خلق د ځان د پاره د بهتر نه بهتر څيزونه اخلي، د اعلیٰ نه اعلیٰ


 

 



[1]... تعارف امیر اہلسنت، صفحہ:28۔

[2]... (زہد لامام احمد) ۔