Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

اٰمَنُوۡا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوۡا وَّ اٰمَنُوۡا ثُمَّ اتَّقَوۡا وَّ اَحۡسَنُوۡا ؕ وَ اللّٰہُ یُحِبُّ الۡمُحۡسِنِیۡنَ (۹۳)

 (پارہ:7،  المائدہ:93)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  ايمان لري او ښه کارونه وکړي، بيا وَيَريږي او ايمان لري، بيا وَيَريږي او نيکۍ کوي او الله د نيکۍ کوونکو سره مَحَبَّت فرمائي۔

يعنې اے پوښتنه کوونکيه: چې کله تۀ مدينے منورې ته ورسې نو د هٰغه ځائے خلقو ته ووايه چې عثمان (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) هٰغه عظيم الشّان دے * چا چې ايمان قبول کړو * نيک اَعمال يـې وکړل * ټول عمر پۀ ايمان باندې ثابت قدم پاتې شو * ټول عمر يـې تقویٰ اختيار کړه * د الله پاک نه ويريدو * هغوئي داسې نيک انسان دے چې الله پاک د هغوئي سره مَحَبَّت کوي۔

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ايمان او تقویٰ باندې ثابت قدم پاتې کيدونکے خوش قِسمته دے۔

زۀ به دِينِ اِسلام هيڅکله هم پرې نږدم

پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: چې کله حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان قبول کړو نو د هغوئي ترۀ حَکم بن اَبِي عَاص هغوئي پۀ رسۍ وتړو او اوئې وئيل: تر څو پورې چې تۀ اِسلام پرې نږدې، تا به زۀ هيڅکله هم نه پرانِزم۔ اَسْتَغْفِرُ اللہَ! (هغۀ ډيرې ورځې هغوئي ته هم داسې تکليف ورسولو خو) د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ژبه مبارکه باندې هم يوه خبره وه: پۀ خدائے مې دې قَسم وي چې دا پاک دِين به هيڅکله هم پرې نږدم۔

آخر هم هغه وشول چې حق وګټله او باطِل بائلله، حَکم بن اَبي عَاص چې کله د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ايمان باندې استقامت وليدو نو وسله يـې وغورځوله،