Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښو ښو اخلاقو پۀ باره کښې واوريدل * هغوئي پوخ ايمان والا وو * ټول عمر يـې تقویٰ اختيار کړه * ډير حيادار وو * د الله پاک د رضا د پاره ناقلاره اوسيدونکے وو * د دُنيا سره رغبت نه لرونکے وو * معاف کوونکے وو * بهترين سوداګر وو، پۀ اخستو او خرڅولو کښې اسانې معاملې کولو والا وو * نيک وو، عبادت ګزار وو * پۀ کثرت سره نفلونه ادا کوونکے وو * د قرآنِ مجيد تلاوت کوونکے وو۔

د دې نه علاوه هم د هغوئي نور ډير ښه ښه اخلاق دي، الله پاک دې مونږ ته هم د داسې پاکو اخلاقو اختيارولو توفيق راعطا کړي۔ پۀ 18 ذو الحج د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ورځ ده۔ پۀ دغه ورځ باندې پۀ کورونو کښې، پۀ دکانونو کښې، دفترونو وغيره کښې د هغوئي د ايصالِ ثواب ترکيب جوړ کړئ! د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې رساله ده: کراماتِ عثمانِ غني۔ دا رساله د مکـتبة الـمدينه نه وغواړئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.com نه ډاؤنډ لوډ کړئ! پخپله يـې هم ولولئ او کور والؤ ته يـې هم واوروئ! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ورځې پۀ موقع د دې رسالې نه درس ورکړئ! ملګرو دوستانو ته هم د دې رسالې د لوستلو ترغيب ورکړئ! که ممکن وي نو دا رساله تقسيم کړئ او ثواب حاصل کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فيضان به مو نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني کورسز

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د فتنو نه ډک پۀ دې وَسني وخت کښې د عاشقانِ