Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

خاموشۍ عادت جوړ کړئ۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلي ښکلي نصيحتونه دي، د مکـتبة الـمدينه رساله ده: سُنَّت نکاح۔ پۀ دې رساله کښې داسې نور هم ډير نصيحتونه موجود دي، مشوره ده چې دا رساله پخپله هم ضرور ولولئ! او که اولاد مو ودونه کړي وي نو پۀ هغوئي باندې يـې هم ضرور ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کور به د اَمن او سکون نه ډک شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

(2): د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښه اخلاق

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه حديثِ پاک واوريدو چې آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان بيان کړو او اوئې فرمائيل: اِنَّہٗ مِن اَشْبَہِ اَصْحَابِی بِی خُلُقًا بے شکه عثمان پۀ اَخلاقو کښې زما سره ډير مشابهت لرونکے صحابي دے۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے فضيلت دے۔۔۔!! د عظيمو اخلاقو والا رسول، د رسولِ مَقبُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخلاق څنګه وو؟ الله پاک ووفرمائيل:

وَ  اِنَّکَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیۡمٍ (۴)

(پارہ:29، القلم:4)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او بے شکه تۀ يقيناً پۀ عظيمو اخلاقو يـې۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا عظيم اخلاق کوم چې رَبِّ کريم خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړي دي، حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې پاکو اخلاقو نه ډيره زياته حصه حاصلوونکے صحابي دے۔

خَلق پہ لُطفِ خُدا، حضرتِ عثمان ہیں                جملہ مرض کی دَوا،  درد کے دَرمان ہیں


 

 



[1]... تذکرہ امیر اہلسنّت قسط:3،  سنّت نکاح ، صفحہ:62، 63 ملتقطاً بتصرف۔