Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

نکاح د عثمان سره وکړم۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې يـې ووفرمائيل: که زما 100 لوڼه وے، پۀ هغوئي کښې يوه وفات کيدله نو ما به دويمه د عثمان پۀ نِکاح کښې ورکوله، چې هغۀ وفات کيدله نو ما به دريمه د عثمان پۀ نِکاح کښې ورکوله، تر دې پورې چې ما به خپلې سل واړه شهزادګۍ پۀ يوې پسې بَله د عثمان پۀ نکاح ورکوله۔ ([2]) * د مولائے کائنات، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې پوښتنه وکړے شوه نو اوئې فرمائيل: عثمان هغه دے چا ته چې فرښتے ذُو النُّورَين وائي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځوم دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د جنَّت زيرے ورکړو۔ ([3])

نبی کے نور دو لے کر وہ ذُو النُّوْرَیْن کہلائے                             انہیں حاصِل ہوئی یوں قربتِ محبوبِ رحمانی([4])

 * د اِسلام د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت نه پس د مسلمانانو پۀ کثرتِ رائے سره حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خليفه مقرر شو، تر 12 کالو پورې هغوئي خليفه وو، د 40 ورځو د سختې محاصرې نه پس، پۀ 18 ذُو الـحجه پۀ 35 هجرۍ کښې ډير پۀ ظلم زور سره شهيد کړے شو۔ ([5])

حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښو اخلاقو مالِک وو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صحابئ رسول حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډيره اوچته مرتبه ده، د هغوئي پۀ اوچتو شانونو کښې يو شان دا هم دے چې آخري نبي، رسولِ


 

 



[1]... معجم الاوسط، جلد:2، صفحہ:346، حدیث:3501۔

[2]... کنزُ العُمال، کتاب:الفضائل، جلد:7، جُز:13، صفحہ:21، حدیث:36201۔

[3]... ریاض النضرۃ، مناقب :عثمان بن عفان، اسمہ و کنیت، جز:3، صفحہ:6۔

[4]... وسائل بخشش، صفحہ:584۔

[5]... نزہۃ القاری، جلد:1، صفحہ:544۔ کرامات ِ عثمان غنی، صفحہ:3۔