Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

آپ مَمْدُوحِ جہاں خلقِ خُدا مَدح خواں                    کیا ہے اَگر بدگماں، چند بے ایمان ہیں

حق نے وہ رتبہ دیا تم غنی ہم گدا                                        کیا کہوں میں تم  ہو کیا، عقل و دل حیران ہیں

تم غنی سالکؔ گدا، اِک نظر بہرِ خدا                                    آپ جہاں کے لئے رحمتِ رحمٰن ہیں([1])

وضاحت: د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذات مبارک لکه پۀ مخلوق باندې د الله پاک لُطف و کرم دے او هره جمله يـې د بيمارو دوائي ده، د هغوئي شان او عظمت ټول جهان بيانوي، يو څو بے ايمانه خلق که د هغوئي د شان نه انکار کوي نو پۀ دې هيڅ فرق نه پريوځي، الله پاک هغوئي غني او مونږ د هغوئي د دَر ملنګان جوړ کړي يو، زما خو عقل حيران دے چې زۀ د دې نه علاوه ستاسو پۀ شان کښې څۀ ووايم، هغوئي غني دي! دا سالکؔ (يعنې مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) ستاسو د دَر ملنګ [يعنې فقير] دے، د الله د پاره زمونږ پۀ حال باندې کَرم ووفرمايئ۔ 

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښکلي اوصاف او پاکيزه اخلاق څنګه دي؟ راځئ چې د يو څو د اوريدو سعادت حاصل کړو:

(1): حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوخ ايمان والا وو

حضرت ثابِت بن عبدُ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې يو کَس حاضر شو او عرض يـې وکړو: اے اَميرُ المؤمِنين! زۀ مدينے منورې ته واپس ځم، د هٰغه ځائے خلقو زما نه د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ باره کښې پوښتنه کوله، هغوئي له څۀ جواب ورکړم؟ اوئې فرمائيل: هغوئي ته ووايه چې دا آيت مبارک پۀ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې مکمل فِټ راځي (آيت کوم يو دے؟ د 7 سيپارې، د سورۀ مائده دا آيت):


 

 



[1]... دیوانِ سالک، صفحہ:78، 79 ملتقطاً۔