Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

حيا به درکښې راشي۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

یا الٰہی! دے ہمیں بھی دولتِ شرم و حیا                                           حضرتِ عثماں غنی با حیا کے واسِطے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د الله پاک د رضا د پاره ناقلاره کيدل

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيمار شو، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ځان سره کړل او د هغوئي د تپوس د پاره يـې تشريف يوړلو نو اوئې کتل چې حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخ د زمکې پۀ لور کړے دے او ملاست دے۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: عثمانه! څۀ وشول، خپل سر ولې نه راپورته کوې؟ عرض يـې وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما له د الله پاک نه حيا راځي۔ سرکارِ عالي وقار، د مکے مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: ولې حيا درځي؟ عرض يـې وکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ ويريږم چې هسې نه زما رَبِّ کريم زما نه ناراضه شوے نه وي۔۔۔!! ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ګناه هيڅ کار نه وو کړے، د الله پاک د ناراضه کيدو والا هيڅ يو کار يـې نه وو کړے، خو د رښتوني عاشق سره هر وخت بس هم دا فِکر وي چې هسې نه زما محبوب زما نه خفه نه شي، د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره هم داسې قِسمه فِکر وو، هغوئي د زمکې پۀ لور مخ کړے وو او ملاست وو، سر يـې نه راپورته کولو، لکه چې د ملامتيا اظهار يـې


 

 



[1]... ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:20۔