Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

بغير قبول نكړې۔

پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: بعضې خلقو به پۀ صدقه کښې خراب مال ورکولو، د هغوئي پۀ باره کښې دا آيت نازل شو او ووفرمائيلے شول چې د الله پاک پۀ لاره کښې خپل ګټلے شوے پاک او صفا سوترا مال ورکوئ او د الله پاک پۀ لار کښې ناقِصه، خراب او رَدّي مال مۀ ورکوئ، چې تاسو د الله پاک نه ښه جزا غواړئ نو د هغۀ پۀ لار کښې مال هم د اعلیٰ درجې ورکوئ۔ غور وکړئ چې څنګه خراب مال تاسو د الله پاک پۀ لار کښې ورکوئ که هٰغه مال تاسو له درکړے شي نو آيا تاسو به يـې قبول کړئ! اول خو به يـې قبلوئ نه او که قبول يـې هم کړئ نو پۀ خوشحالۍ باندې به يـې نۀ اخلئ بلکې پۀ زړۀ کښې به يـې بد ګڼئ او اخلئ به يـې نو چې د ځان د پاره يـې اخستل ښه نۀ ګڼئ نو د الله پاک پۀ لار کښې د لګيدونکي پۀ باره کښې هم ښه سوچ وکړئ۔ ([1])

 الله پاک دې مونږ ته داسې توفيق راعطا کړي۔ کاش چې د زړۀ نه د دُنيا مَحَبَّت ووځي، د الله او د رسول د راضي کولو، د جنَّت موندلو او د قبر د روښانه کولو شوق زمونږ نصيب شي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معاف کوونکے وو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ آقا، نُورِ خُدا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښو ښو اخلاقو کښې ډير ښکلے خُلق دے چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معاف کوونکے وو، دښمنانو ته به يـې هم دعاګانې کولې، شاعِر وائي:

سلام اُس پر کہ جس نے خُوں کے پیاسوں کو قبائیں دیں


 

 



[1]... ؟؟؟۔