Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

مور دے۔ ([1]) * که ما چا ته حکم کولے چې بغير د خدائے نه [بَل چا ته] سجده وکړي نو حکم به مې کړے وے چې ښځه دې خپل خاؤند ته سجده وکړي، قَسم پۀ هٰغه [ذات] د چا پۀ قبضه کښې چې د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ځان دے! ښځه به د خپل پروردګار حق ادا نکړي تر څو پورې چې د خاؤند ټول حقونه ادا نه کړي۔  ([2]) * ښځه به د ايمان خوند نه بيامومي تر څو پورې چې د خاؤند حق ادا نه کړي۔ ([3])

 اندازه ولګوئ! دا د خاؤند حقونه دي، کوم چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان کړي دي، دا حقونه خپلو واده کړے شوو لوڼو او د کومو ودونه چې رانزدې دي، هغوئي ته وښايئ۔ افسوس چې * نن سبا پۀ معاشره کښې طلاقونه زياتيږي * مغربي کلتور زمونږه معاشره پۀ تُندۍ سره اختياروي * باقاعده د منصوبې سره ښځې د هغوئي د خاؤندانو نه باغي کولے شي چې پۀ نتيجه کښې يـې خانداني نظام خرابيږي، مونږ له د دې خبرې احساس پکار دے، د افسوس خبره ده چې * نن سبا که لور د پلار کور ته راشي او د خپلې سخرګنۍ او د خاؤند بد بيانوي، د هغوئي غيبت کوي نو هغۀ نه منع کولے کيږي، اُلټا هغۀ نوره لمسولے شي، دا ډيره د افسوس خبره ده، پۀ دې وجه باندې * ډيرې کورنۍ تباه کيږي * د ماشومانو مستقبل تباه کيږي، مونږ له پۀ دې باندې ځان پوهه کول پکار دي، خاص طور د چا چې لوڼه دي، هغوئي ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې مبارک انداز نه سبق اخستل پکار دي۔

د اميرِ اهلِسُنَّت خپلې شهزادګۍ ته نصيحت


 

 



[1]... مستدرك، كتاب البر والصلة، اعظم الناس حقا...الخ، ٥/٢٤٤، حديث:٧٤١٨ ملخصًا۔

[2]... ابن ماجه، كتاب النكاح، باب حق الزوج على المرأة، ص٢٩٧، حديث:١٨٥٣۔

[3]... مستدرك، كتاب البر والصلة، حق الزوج على الزوجة، ٥/٢٤٠، حديث:٧٤٠