Book Name:Usman e Ghani Ke Akhlaq

ستا دښمن دے او الله پاک تاسو له پۀ دۀ باندې قابو درکړې ده (يعنې دۀ له سخته سزا ورکړئ!) خو قربان شم! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به دښمنان هم معاف کول، هغوئي ووفرمائيل: دۀ د ګناه اراده کړې وه خو الله پاک زۀ د دۀ نه بچ کړم۔ د دې وئيلو سره هغوئي هٰغه کَس معاف کړو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل سر دښمن معاف کوي۔ افسوس چې دلته خو خلق وړې وړې غلطۍ هم نه معاف کوي، پۀ وړه وړه خبره اوچتيږي، غصه کوي، پۀ زړۀ کښې دښمني پالي بلکې د څپيړې جواب پۀ لَتې سره د ورکولو رواج دے، يعنې مخامخ کَس چې کوم تکليف ورسوي، د هغې نه زيات تکليف رسوي۔ کاش چې زمونږه پوهه نصيب شي، معاف کول د الله پاک سُنَّت دي، د انيبائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، د امامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي او د الله پاک د نيکانو بندګانو طريقه ده۔ څوک چې معاف کوي، هغۀ معافي بيامومي۔

پۀ حساب کتاب کښې د اسانۍ درې اسباب

 د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: درې خبرې چې پۀ چا کښې وي الله پاک به (د قيامت پۀ ورځ) د هغۀ حساب ډير پۀ اسانه طريقه اخلي او هغۀ به پۀ خپل رحمت باندې جنّت ته داخلوي۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله               صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه کومې خبرې دي؟ اوئې فرمائيل: (1): څوک چې تا محرومه کړي تۀ هغۀ ته عطا کړه او (2): څوک چې ستا سره تعلق پريږدي تۀ د هغۀ سره تعلق


 

 



[1]... (تاریخ المدینۃ المنورہ) ۔